د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د روسیې سفر پر مهال د دغه هېواد له روغتیايي، درملیزو او سوداګریزو بنسټونو له مسؤلینو سره لیدنه کړې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، چې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د درملو د تنظیم، ارزونې او پرمختللو معیارونو او تجربو د تبادلې په تړاو خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، افغان پلاوي د ټولګټو هېوادونو سازمان (CIS) له مسؤلینو او د خوړو او درملو برخې له سوداګرو سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پانګونې جلبولو په تړاو هم بحثونه کړي دي.
د معلوماتو له مخې، پلاوي د «ANTIKA» روغتون څخه هم لیدنه کړې او د روغتون له مسؤلینو سره یې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا او د زړه او سرطان ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
