د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیز ادرس، عمر میډیا په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د یاد غورځنګ ځواکونو تېره ورځ (دوشنبه) د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو ۱۶ بریدونه ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه د بلوچستان، پنجاب او خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۲ عسکر هلاک او اووه نور ټپیان شوي دي.

د هلاک شویو عسکرو په منځ کې د پاکستان پوځي رژیم د ځانګړي ځواک پنځه غړي هم شامل دي.

پاکستاني طالبانو ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال یې د بلوچستان پنجګور ولسوالۍ کې د پولیسو یو مرکز نیولی او له منځه وړی دی.

د یاد غورځنګ له رسنیز ادرس څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبانو د پولیسو له یاد مرکز څخه یو عراده موټرسایکل او یو میل وسله هم له ځانه سره وړې ده.

سرچینې ویلي، چې په دغو بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم عسکرو ته له پراخې مرګ‌ژوبلې اوښتو سربېره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version