صراف، اختر محمد خان بادیزی وایي، د تېرې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو له خوا توقیف شوی او تر یو لړ پوښتنو وروسته په درناوي تر خپله کوره رسول شوی دی.
دی زیاتوي، چې په دې موده کې د یو شمېر مغرضو اشخاصو (رسنیو) له خوا خپره شوې اوازه چې ګواکې نوموړی وهل شوی او یا هم شکنجه شوی، حقیقت نه لري.
وایي، د توقیف په موده کې ورسره ښه چلند شوی او په دې موده کې یې صرافۍ په عادي ډول فعالیت درلود. «الحمدلله زه اوس مهال په خپل کور کابل کي يم او د بند پر مهال زموږ صرافۍ په نورمال ډول چاري مخته وړلې او نه هم زموږ دوکان د دولت له خوا بند شوی.»
د اختر محمد بادیزي د توقیف قضیه څو ورځې وړاندې د زاویه نیوز په نوم د یوې رسنۍ له خوا چې له بهره فعالیت کوي، د پروپاګنډ په ډول رسنیزه شوه.
دې تبلیغاتي او له بهرنۍ فعالې رسنۍ هغه مهال ویلي وو، چې اختر محمد بادیزی د استخباراتي ځواکونو له خوا له سرای شهزاده څخه اختطاف شوی او امنیتي سرچینو ویلي چې دوی ترې خبر نه دي.
دغې رسنۍ له وړاندې هم درواغجن نشرات کړي او تر رسوا کېدو وروسته یې خپل پوسټونه ډیلیټ کړي، چې ښایي د بادیزي تر دې سپیناوي وروسته هم ورته اقدام وکړي.
