نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د صهيونيستي اسرائیلو اشغالګر پوځ نن سهار د لبنان له پولې سره ځمکني عملیات پيل کړي.

صهيونيستي اسرائیلي پوځ ویلي، د دې عملیاتو موخه د حزب‌الله ځینې اهداف په نښه کول دي.

د صهيونيستي رژيم پوځ زیاته کړې، چې د حزب‌ الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو، چې د اسرائیلو په شمال کې یې ځینو اسرائیلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.

د راپورونو پر اساس، د صهيونيستي اسرائیلو د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه یې هوايي ځواکونه او توپخانې ملاتړ کوي.

صهيونيستي اسرائیلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړل، چې د اسرائیلو تر ټولو لوی متحد، امریکا په لبنان کې د اسرائیلي اشغالګرو د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version