اسرائیلي وېبپاڼې (والا) خبر ورکړی، چې د صهیونستي رژیم پوځ د پوځیانو له کمښت سره مخ دی.

یادې وېبپاڼې ویلي، چې اوس دغه رژیم هڅه کوي چې د یوې نوې فرقې په چوکاټ کې ۴۰ زره نوي پوځيان جذب کړي.

والا زیاته کړې، چې په دغه فرقه کې هغه ښځینه او نارینه اسرائیلیان جذبیږي، چې ټاکل شوي عمر ته رسېدلي وي، خو ویل کېږي، چې اکثریت دغه ډول اسرائیلیان هڅه کوي په یو نه یو ډول پوځ کې له شاملېدو وتښتي.

بل لور ته یو شمېر رسنیو د ارتودکس مذهبي یهودیانو او صهیونیست رژیم ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړی دی.

رسنیو ویلي، چې د اسرائیلو سترې محکمې پرېکړه کړې، چې ارتودکس مذهبي یهودیان باید په پوځ کې شامل شي او له دفاع وزارت څخه یې غوښتي، چې په دې اړه مسوده چمتو او د پلي کولو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.

ارتودکس یهودیانو د محکمې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او دا یې ناعادلانه پرېکړه بللې ده.

د ارتودکس اکثریت غړي د اسرائیلو په پوځ کې له دندې ترسره کولو څخه د تېښتې هڅه کوي.

په دې وروستیو کې د صهیونیستي رژیم په داخل کې د اخلافاتو، د ګڼ شمېر چارواکو د استعفاګانو، د لومړي وزیر پر وړاندې د لاریونونو او نور نړۍوال فشارونه زیات شوي او دغه چارې د صهیونیستي رژیم کې د سختو ګډوډو سبب شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version