د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د UNDP سازمان له مشر سټیفن روډریک او مل پلاوي سره کتلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د هېواد روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړولو، ملاریا، توبرکلوز او ایچ آی وي (ایډز) ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي خدماتو اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزیر له یاد سازمان غوښتي، چې د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو برابرولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یاد سازمان همکاري اړینه ده او د لنډ مهاله پروژو پر ځای دې د دوامداره او با ثباته خدماتو په برابرولو فکر وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د UNDP سازمان مشر ډاډ ورکړی، چې په یادو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د هېواد گڼې ولسوالۍ لا هم روغتیايي کلینکونه نه لري او ځینې ناروغان د عادي ناروغیو له امله هم مړه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version