د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د انرژۍ د بیو د لوړېدو په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد اصلي اقتصادي ستونزې لا نه دي پیل شوي.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د پټرولو د بیو لوړېدل او د ونډو بازار لنډمهاله لوړوالی باید هېر شي، ځکه اصلي اقتصادي فشار هغه وخت پېلېږي چې د پورونو کچه او د کورونو د پورونو سودونه لوړ شي.
عراقچي زیاته کړې چې اوس مهال په امریکا کې د موټرو د پورونو نهورکول د تېرو څه باندې ۳۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
هغه ټینګار کړی چې دا ټول وضعیت د مخنیوي وړ و، خو اړین اقدامات نه دي شوي.


