د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د «یوه کمربند یوې لارې نوښت» د انرژۍ وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي چې، د لومړنیو اټکلونو او سروې‌ګانو له مخې، افغانستان کولی شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو تولید کړي.

د انرژۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي منصور زياته کړې چې، په‌ دې انرژۍ کې د اوبو له سرچینو ۲۳۰۰۰ مېګاواټه، د باد انرژۍ له سرچینو ۶۷۰۰۰ مېګاواټه، لمریزې انرژۍ۲۲۲۰۰۰ مېګاواټه، له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ مېګاواټه جیوترمل انرژي، ۴۰۰۰ مېګاواټه بایوماس انرژۍ تولید شاملېږي.

خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي منصور همدارنګه ویلي چې، د برېښنا قانون پلي کولو په موخه یې خپل پنځه کلن پلان او د نوې کېدونکې انرژي تګلاره جوړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version