د عدلیې وزارت وايي، په تېره یو میاشت کې یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې څه‌باندې ۲۳۲زره جریبه حکومتي ځمکه تثبیت کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او تخنیکي پلاوو يې تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې کابو ۲۳۲ زره او ۱۸۰ جریبه حکومتي ځمکه تثبیت کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې په کندوز کې ۶۲ جریبه ځمکه هم استرداد شوې او اړوندو ادارو ته یې سپارل شوې ده.: «دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه څه‌باندې ۳۰۴ زره او ۸۱۱ جریبه ځمکه بررسي کړې ده.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د حکومتي ځمکو بررسي، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شوو زرگونه جریبه ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاوو تر بررسۍ لاندې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې زرگونه جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې او د زرگونه جریبه ځمکو د غصب مخه یې نیولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version