د راپورونو لهمخې، د عراق حکومت د صهیونیستي اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو پر مهال د خپل هوایي حریم نقض غندلی او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته خپل شکایت وړاندې کړی.
د عراق حکومت امنیت شوری ته په سپارل شوي لیک کې ټینګار کړی، چې دا کړنې “د عراق د حاکمیت ښکاره نقض” او له نړیوال قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.
بغداد د ملګرو ملتونو له امنیت شوری غوښتي چې د صهیونیستي رژیم دې سرغړونو په اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤلیتونه ترسره کړي او د “اشغالګر رژیم” د مهار لپاره له خپل صلاحیت څخه استفاده وکړي او د دې سرغړونو د تکرار مخه ونیسي.