ابو عبيده ويلي «موږ له ایران سره د صهيونيستي یرغل په وړاندې خپله بشپړه همکاري او ملاتړ اعلانوو».
نوموړي ويلي، پر ايران د صهيونيستي رژيم د بريد دليل دا دی چې ايران له حماس غورځنګ سره ولاړ دی او د فلسطين د ازادۍ په مبارزه کې برخه اخلي.
هغه همدا راز ټينګار کړی، چې دا بريدونه به نه حماس کمزوری کړي او نه هم ايران او لا به هم د اسرائیلو پر وړاندې خپل کلک مقاومت جاري ساتي.