Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عزیزي: بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري
    افغانستان

    عزیزي: بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنگ معین مولوي عتیق الله عزیزي د سوېلي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس سره لیدلي او له نوموړې یې غوښتي، چې یاده رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي، بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري لازمه ده چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانگړتیاوو ته پام وکړي.

    په خبرپاڼه کې د نشراتو معینیت وارسي کوونکي ضیاءالحق حقمل له قوله ویل شوي، که بې بې سي غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو ضروري ده چې له هغو خبرونو او شائعاتو نشرولو څخه ډډه وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب گرځي.

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په نشراتو د څار ریاست رئیس ډاکټر ریان د بي بي سي سوېلي اسیا مشرې ته یو شمیر هغه مستند موارد ور په گوته کړي چې په تېرو څو میاشتو کې د بي بي سي راډیو بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي وو.

    په دې لیدنه کې د سوېلي اسیا د بي بي سي مشرې جکي مارتینس ویلي، دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسوولینو سره خبرې وکړي.

    پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې بي بي سي، ازادي راډیو، امریکا غږ، افغانستان انټرنېشنل، امو او لسگونه نورې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ منفي تبلیغات کوي او پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.

    مخکینۍ مقالهپه تېر یو نیم کال کې په ټول هېواد کې ۲.۵ مېلیونه جریبه دولتي ځمکه استرداد شوې
    راتلونکي مقاله د ازربایجان سفیر د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

    مربوطه لیکنې

    باګرام ولې وویشتل شو؟

    1 مارچ 2026

    قطر کې افغان سفارت: قطر مېشتي افغانان دې تر بلې خبرتیا په خپلو کورونو کې پاتې شي

    1 مارچ 2026

    افغان هوایي ځواک راولپنډۍ کې پر نورخان پوځي هډه هوایي برید کړی

    1 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 مارچ 2026

    د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ: که پاکستانی رژیم له خپل ناسم چلند څخه لاس وانه‌خلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي

    ‏د هند دفاع وزیر راجنات سینګ په تازه څرګندونو کې د پاکستان پوځي رژیم ته…

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    2 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ: که پاکستانی رژیم له خپل ناسم چلند څخه لاس وانه‌خلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي

    2 مارچ 2026

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    2 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،111 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،125 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.