د عطا محمد نور نوم هم د نورو جنګ سالارانو په څېر، په تېرو دوه لسیزو او د افغانستان په سیاسي فضا کې له خدمت او صداقت سره نه، بلکې له پراخ فساد، واک غوښتنې، د ملي شتمنیو له غصب او د جهاد د سپیڅلو ارمانونو له خیانت سره تړلی دی.

عطا محمد نور چې یو وخت یې د شوروي اشغالګرو پر خلاف د مجاهدینو په صف کې برخه درلوده، د مجاهدینو له بریا وروسته یې خپله لار د قدرت غوښتنې، شتمنۍ ډیرولو او سیاسي معاملو ته بدله او عملاً د یو اغیزمن جنګ سالار په توګه راڅرګند شو چې یواځې د خپل مشروعیت لپاره یې د جهاد له نوم څخه ګټه پورته کړه.

که څه هم د غرب د هغه لاسپوڅي رژیم په راتلو سره چې جمهوریت نومېده، افغانستان په ظاهره د یوه مرکزي حکومت تر چتر لاندې راغی، خو په حقیقت کې ملوک الطوایفي لا هم واکمنه وه.

تر دې چې په ډیرو سیمو کې اصلي قدرت د جنګ سالارانو په لاس کې و، د سیمه ییزو امیرانو په څېر یې پر خلکو حکومت کاوه؛ د بلخ ولایت چې په هغه وخت کې د ملوک الطوایفي نظام یوه څرګنده نمونه وه، کلونه، کلونه یې د عطا محمد نور تر سخت واک او سلطې لاندې تیر کړل.

د بلخ ولایت او د هغه زیانمن شوي خلک له ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۹۶ ل کلونو پورې په مستقیمه توګه د عطا محمد نور په اسارت کې وو، دا کلونه له فشار، ځورونې او د عامه شتمنیو له لوټ څخه ډک وو، تر دې چې مرکزي حکومت یې هم د ګوښه کولو جرأت نه درلوده.

په دې موده کې د بلخ ولایت ټول امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه په داسې ډول تنظیم شوي وو چې پریکړې یواځې د هغه محدودو او نور ته د وفادارې حلقې له خوا ترسره کیدلې.

د پولیسو قومانداني، د ملي امنیت ریاست، د حیرتان ګمرک مدیریت او حتی ښاري ریاستونه، د نور یا د هغه د خپلوانو او ګوندي ملګرو تر مستقیم کنټرول لاندې اداره کیدل؛ داسې غیر نورمال وضعیت و چې د دیکتاتورۍ په څیر د یوه سیسټم رامنځ ته کیدو لامل شو او مرکز یا قضایي بنسټونو پرې هیڅ اغیزمن نظارت نه شو کولای.

له مخالفینو سره سخت چلند، د رسنیو ځپل او د نور پر خلاف د مدني فعالانو ګواښل، د نوموړي د ولایت د دورې نورې ځانګړتیاوې وې؛ د بلخ د مشهور سوداګر شمس الدین شمس څرګندونې د دې ادعا تر ټولو لوی ثبوت دی چې د نور پر سیاستونو تر انتقاد وروسته یې ځمکې غصب شوې او څو ځله زنداني شو.

محمد آصف مومند د ولایتي شوری پخوانی غړی هم د حیرتان په ګمرک کې د پراخ فساد له افشاء کولو وروسته، د نور د وسله والو کسانو له خوا ونیول شو او شکنجه شو؛ دا یوه داسې پېښه وه چې وروسته یې د بلخ په بیلابېلو سیمو کې د نور شخصي زندانونه په ډاګه کړل.

مالي فساد د دې خاورې له خلکو سره د نور یو له تر ټولو څرګندو خیانتونو څخه دی، د افغانستان د څیړنې او ارزونې د مرکز (AREU) د راپور له مخې، په بلخ کې له ۳۳۰ زره جریبه ډیره ځمکه غصب شوې چې ډیره برخه یې د عطا محمد نور په نږدې حلقو پورې اړه لري.

په لویو ساختماني پروژو لکه کابل پلازا او خالد بن ولید کې، له قانوني پروسیجرونو او طی مراحل پرته، دولتي ځمکې هغو شرکتونو ته ورکړل شوې چې یا خپله نور پکې برخه درلوده یا د هغه د کورنۍ غړو، د سوداګرۍ په برخه کې هم ترانسپورتي شرکتونه، د نفتي موادو واردات، مخابرات او ساختماني شرکتونه، په بشپړه توګه د نور په واک کې شوي وو.

نور په یوه مرکه کې اعتراف کړی و چې په افغانستان کې د ۲۰ لویو شرکتونو مالک دی؛ په داسې حال کې چې په بلخ کې ډیری خپلواک پانګوال، له سیاسي فشار او باج اخیستنې سره مخ وو او د نور د حلقې له پریکړو سره د مخالفت په صورت کې له ګواښ سره مخ یا له منځه وړل کېدل.

بله د پام وړ نکته د نور هغه هڅې دي چې په مټ یې نور غواړي خپله څهره بیا جوړه او د هغه تور داغونه ترې لیرې کړي چې د کلونو زورواکۍ، فساد او له جهاد سره تر خیانت وروسته یې پر تندی پاتې دي؛ د جمهوریت تر سقوط په وروسته کلونو کې او له هغه وخت راهیسې چې د قدرت جزیره یې له له منځه تللې، ډیره هڅه کوي چې د عدالت غوښتنې په شعارونو او دروغجنو ادعاوو سره د دې خاورې خلک یو ځل بیا وغولوي.

عطا محمد نور چې د فساد په دریاب کې ډوب دی، اوس د طالبانو د انتقاد کوونکي په توګه راڅرګند شوی او د عدالت او د خلکو د حق په اړه خبرې کوي؛ هغه خبرې چې په بلخ ولایت کې یې د نور د حاکمیت پر مهال هیڅ معنی او مفهوم نه درلود.

که د عطاء محمد نور د قدرت پر دوره کې لږ غور وکړو، وبه پوهیږو چې هغه نه یواځې د عدالت په ټینګښت کې ناکام و، بلکې د نظامي او سیاسي قدرت په کارولو سره یې په بلخ کې د فساد، غصب، ځورونې او خپلسرۍ یوه داسې شبکه جوړه کړه چې نه تنها یې عامه شتمنۍ د خپل ځان او خپلو نږدې کسانو په ګټه تر ستوني تیرې کړې، بلکې د هر نیوکه کوونکي او مخالف غږ یې هم په زور او ګواښ سره غلی کړ.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version