Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»عطا محمد نور نړيوالو ته د ځان مطرح کولو په خاطر د افغانستان خراب تصویر وړاندې کوي
    تورې څېرې

    عطا محمد نور نړيوالو ته د ځان مطرح کولو په خاطر د افغانستان خراب تصویر وړاندې کوي

    صابر افغانصابر افغان24 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عطا محمد نور چې د شر او فساد مخکښ غړی دی او ځان د طالبانو ضد او مخالف ګڼي، ده هم په منفي تبلیغاتو لاس پورې کړی.

    لنډغر عطا ویلي چې، ترهګري د سیمې لپاره سردردی دی، نوموړي ادعا کړې چې اوسمهال په افغانستان کې ترهګرو ته د ودې او پرمختګ زمینه مساعده شوې او مشري یې طالبان کوي.

    ده دا خبرې د ترکیې په ټوساش هوايي او فضايي شرکت د برید په تړاو کړي او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې شل ترهګریزې ډلې فعالیت لري او د دې برید تر شاه د طالبانو لاس دی.

    عطا غواړي چې په دې بې بنسټه خبرو د ترکیې دولت ته ځان خواخوږی ښکاره کړي، د حقیقت پر ځای په دروغو سر دی، دا ډول ادعاوې به نورې هم د ده په زیان تمامې شي.

    فکر کوم عطاء د نشې په حالت کې دا پیښه غندلې، ایسته ترې خبره ورانه شوې ده، طالبانو په بار، بار ویلي چې، ترهګرې ډلې په افغانستان کې نشته او نه دلته فعالیت کولی شي.

    دې داړونکي انسان په تېر نړیدلي نظام کې هم لنډغري کوله، شخصي زندانونه یې جوړ کړي و، پښتنو ته به یې د ترهګرو خطاب کاوه، د ترور وسله والې ډلې یې درلودلې، په شمالي ولایتونو کې یې تخریبي کړنې ترسره کولې.

    عطا ځان د شمالي ټلوالې امپراطورګڼه، هر هغه شخص به چې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره کار کاوه، د ده په امر به په زندان کې واچول شو، وهل، ټکول او شکنجه کېده، حتی د ډېرو خلکو مړی او ژوندی به نادرکه شو؛ دا دسیسې به په شمال کې د پښتنو پر وړاندې ترسره کېدلې.

    عطا چې د بلخ ولایت یو یاغي، لنډغر او زورواکی والي و، د ولایتي شوری یو وکیل د اصف مهمند په نامه چې اصلاً په خټه پښتون و، له ډیر پخوا راهیسې د بلخ ولایت هستوګن شوی و.

    عطا، اصف مهمند په هیڅ صورت نه شو زغملی چې د پښتنو له قومه دې یو څوک په مزار کې وکیل و اوسي، همغه و چې له لفظي شخړې وروسته یې اصف مهمند له سختو وهلو او ټکولو په بې رحمانه ډول د ده د زوی له لوري په غاښونو غوږ پرې (وداړل) شو، بیا یې یوه ورځ په خپل شخصي زندان کې زنداني کړ، له دې وروسته یې جمهوري حکومت امنیت ته وسپاره چې د هغوی له خوا هم سخت شکنجه شو، دوه ورځې ورسره هلته په زندان کې و.

    د اصف مهمند پر وړاندې دا کړنه ځکه ترسره شوه چې مهمند د بلخ په یاغي او لنډغر والي عطا باندې د فساد تورونه پورې کړي وو.

    عطاء محمد نور په خپله فیسبوکپاڼه د اصف مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د پرځېدلي جمهوریت امنیت سلاکار حنیف اتمر او د همدې امنیت مشر معصوم ستانکزی د “دسیسې په جوړولو” تورن کړل.

    عطا محمد نور د امنیت شوری سلاکار حنیف اتمر او د امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزي ته اخطار ورکړ، چې له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت نا آرامه کوم.

    یعنې لنډغر لنډغر وي، که په هره جامه کې وي خپله لنډغري سر ته رسوي، له ضد او نقیض خبرو لاس نه اخلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهترکي الوتکو سوریه او عراق کې د PKK وسلوالو مرکزونه په نښه کړي
    راتلونکي مقاله منځني ختیځ کې د شخړو پر دوام؛ نن سهار اسرائیلو دمشق کې هوایي بریدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.