Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»غربي ټولنه ولې زغم نه لري؟
    لیکني

    غربي ټولنه ولې زغم نه لري؟

    صابر افغانصابر افغان5 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    غربي ټولنه او د دوی متحدین دې یوځل د هیواد دننه له مېشتو افغانانو وپوښتي، بیا دې په بېلابیلو نومونو غونډې په بېلابیلو هیوادونو کې جوړې کړي.

    هغه یو متل دی چې لومړی میلمه وپوښته بیا ورته لېټۍ پخه کړه! طبعې ده چې په داسې حالاتو کې ستونزې را ولاړېږي، ځکه چې د کور والا مصرف کېږي او د میلمه د خوښې وړ خواړه نه وي تیار شوي او یا ډاکتر ترې پرهېز کړی وي.

    نو غربي ټولنه هم دې ته ورته کړنه ترسره کوي، بې ځایه لګښتونه کوي، دوی دې له هیواده تښتېدلو افغانانو په خبرو قضاوت نه کوي او نه هغه تښتېدلي او غلامان په هیواد کې د ټولو مېشتو افغانانو نماینده ګي کولای شي.

    که غربي ټولنه په رښتیا سره پرته له کومې موخې بشریت ته په احترام قایله وي، دوی دې یوځل له نږدو له دې شته حالته ځان خبر کړي، چې په افغانستان کې عوام، له شته ارامې فضاء څومره ډاډمن دي، څومره یې د ارام ساه اخیستې؟ څومره یې حقوق خوندي دي؟ هرڅوک په خپلو کارو بوخت دي، هیچاته د ممانعت ګوته نه ده نیول شوې او نه به ونیول شي، زه د یو افغان په صفت په غربي ټولنې غږ کوم، هغه بې ځایه لګښتونه او مصارف چې د افغانستان په تړاوو په غونډو کوئ، همدا پیسې افغانانو ته د مرستې په توګه هدیه کړئ، بلکې دا هم مکوئ، خپلې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړئ او افغانان خپلې مخې ته پریږدئ چې اقتصاد یې پیاوړی شي، د نورو له احتیاجه ووځي!

    که غربیان په رښتیا او حقیقت سره د افغانانو رښتینې مدافعین وي، نو دوی دې په افغانانو رحم وکړي، په داخلي چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د امن او سولې فضا دې نه اخلالوي، د افغانانو خوښي دې په غم نه بدلوي، دلته ټولې پرګنې ځانونه په شته نظام کې ویني، يو ټولګډونه او همه شموله حکومت دی، د هر قشر حقوق پکې خوندي دي؛ یوازې هغه کړیو او ډلو ټپلو ته پکې وخت نه ورکول کېږي، چې قتلونه او شوکې به یې کولې، په مظلوم او بیچاره ولسونو به یې ظلم زیاتی کتوه، د فرعونیت چارې به یې پرمخ وړلې.

    مخکینۍ مقالهله شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د گازو نل‌لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي
    راتلونکي مقاله پلاستیکي جنرالان او د هغوی خیالي خوبونه!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    22 اپریل 2026

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    21 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 اپریل 2026

    احمد الشرع او د متحده عربي امارتو ولسمشر محمد بن زايد د سیمې په وروستي وضعيت خبرې کړي

    د سوریې رسمي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې ولسمشر احمد الشرع د خلیج سفر…

    د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي: افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د زده کړو، امنیت، اقتصاد او ورزش په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي

    23 اپریل 2026

    د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف: اوربند هغه وخت بشپړه معنا لري، چې د سمندري محاصرې له لارې د نړۍ اقتصاد زیانمن نه شي او د صهیونیستانو جګړه په ټولو جبهاتو کې ودرېږي

    23 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    احمد الشرع او د متحده عربي امارتو ولسمشر محمد بن زايد د سیمې په وروستي وضعيت خبرې کړي

    23 اپریل 2026

    د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي: افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د زده کړو، امنیت، اقتصاد او ورزش په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي

    23 اپریل 2026

    د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف: اوربند هغه وخت بشپړه معنا لري، چې د سمندري محاصرې له لارې د نړۍ اقتصاد زیانمن نه شي او د صهیونیستانو جګړه په ټولو جبهاتو کې ودرېږي

    23 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،152 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،093 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،186 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.