Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»غربي ټولنه ولې زغم نه لري؟
    لیکني

    غربي ټولنه ولې زغم نه لري؟

    صابر افغانصابر افغان5 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    غربي ټولنه او د دوی متحدین دې یوځل د هیواد دننه له مېشتو افغانانو وپوښتي، بیا دې په بېلابیلو نومونو غونډې په بېلابیلو هیوادونو کې جوړې کړي.

    هغه یو متل دی چې لومړی میلمه وپوښته بیا ورته لېټۍ پخه کړه! طبعې ده چې په داسې حالاتو کې ستونزې را ولاړېږي، ځکه چې د کور والا مصرف کېږي او د میلمه د خوښې وړ خواړه نه وي تیار شوي او یا ډاکتر ترې پرهېز کړی وي.

    نو غربي ټولنه هم دې ته ورته کړنه ترسره کوي، بې ځایه لګښتونه کوي، دوی دې له هیواده تښتېدلو افغانانو په خبرو قضاوت نه کوي او نه هغه تښتېدلي او غلامان په هیواد کې د ټولو مېشتو افغانانو نماینده ګي کولای شي.

    که غربي ټولنه په رښتیا سره پرته له کومې موخې بشریت ته په احترام قایله وي، دوی دې یوځل له نږدو له دې شته حالته ځان خبر کړي، چې په افغانستان کې عوام، له شته ارامې فضاء څومره ډاډمن دي، څومره یې د ارام ساه اخیستې؟ څومره یې حقوق خوندي دي؟ هرڅوک په خپلو کارو بوخت دي، هیچاته د ممانعت ګوته نه ده نیول شوې او نه به ونیول شي، زه د یو افغان په صفت په غربي ټولنې غږ کوم، هغه بې ځایه لګښتونه او مصارف چې د افغانستان په تړاوو په غونډو کوئ، همدا پیسې افغانانو ته د مرستې په توګه هدیه کړئ، بلکې دا هم مکوئ، خپلې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړئ او افغانان خپلې مخې ته پریږدئ چې اقتصاد یې پیاوړی شي، د نورو له احتیاجه ووځي!

    که غربیان په رښتیا او حقیقت سره د افغانانو رښتینې مدافعین وي، نو دوی دې په افغانانو رحم وکړي، په داخلي چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د امن او سولې فضا دې نه اخلالوي، د افغانانو خوښي دې په غم نه بدلوي، دلته ټولې پرګنې ځانونه په شته نظام کې ویني، يو ټولګډونه او همه شموله حکومت دی، د هر قشر حقوق پکې خوندي دي؛ یوازې هغه کړیو او ډلو ټپلو ته پکې وخت نه ورکول کېږي، چې قتلونه او شوکې به یې کولې، په مظلوم او بیچاره ولسونو به یې ظلم زیاتی کتوه، د فرعونیت چارې به یې پرمخ وړلې.

    مخکینۍ مقالهله شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د گازو نل‌لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي
    راتلونکي مقاله پلاستیکي جنرالان او د هغوی خیالي خوبونه!

    مربوطه لیکنې

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو پرون د پاکستان د ازادۍ په ورځ ۷۸ بريدونه ترسره کړي

    پاکستاني طالبان وايي، پرون ورځ د اګست ۱۴مه چې پاکستان د خپلې ازادۍ د ورځې…

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو پرون د پاکستان د ازادۍ په ورځ ۷۸ بريدونه ترسره کړي

    15 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.