له ډېرې مودې راهیسې د اسلام دښمنانو د مسلمانانو پر وړاندې ګرمه او فکري جګړه پیل کړې چې له بېلابېلو لارو، شعارونو او اصطلاحاتو څخه په ګټې اخیستو یې رهبري کوي.

د بشري حقونو نقض، د ښځو د حقونو پایمالېدل، جنسي تاوتریخوالی(آپارټایډ)‍ او ورته نورې کلمې، هغه څه دي چې د غرب او د هغوی مزدورانو تل د اسلامي حکومتونو او اسلامي ارزښتونو د بدنامولو لپاره کارولې دي.

هغه کسان چې د تاریخ له حقایقو ناخبره دي، یا یې سترګې د حقیقت د لیدو توان نه لري، هغوی په ساده‌ ګۍ د غرب جنایتونه نادیده نیسي او ځان ته په غیر معقولو دلائلو ډاډ ورکوي.

د معاصر تاریخ روښانه حقایق او هغه جنایتونه چې هره ورځ د غربي جنایتکارانو له لوري ترسره کېږي، په څرګند ډول نړۍ ته ښيي چې د بشري حقونو ستر سرغړوونکي څوک دي!؟

که یوازې په ۲۰۰۱م کال کې غربي ځواکونو او د هغوی د داخلي مزدورانو له لوري پر افغانستان د تپل شوې جګړې جنایتونو ته کتنه وکړو او د نړۍوالې ټولنې بې‌ پروایي ترڅېړنې لاندې ونیسو، په ډېره ښه توګه به درک کړو چې بشري حقونه چا تر پښو لاندې کړي دي!؟

د بېلابېلو خپرو شویو راپورونو له مخې، کله چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، له سلو زرو ډېر ملکي وګړي، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل وو، د سختو بمبارونو په پایله کې شهیدان یا ټپیان شول. تر درې میلیونه زیات خلک له خپلو کورونو بې‌ ځایه او بې‌ سرپناه شول، سلګونه مسجدونه او ښوونیز مرکزونه ویجاړ یا سخت زیانمن شول.

له دې ټولو سره سره دا نړۍوال مجرمان، چې ورته وحشتونه یې په نورو هېوادونو کې هم تکرار کړي، هېڅکله نړۍوالو محکمو ته راکش نه شول او نه د خپلو جنایتونو د حساب په ورکولو مجبور شول.

د دې جګړې اصلي عاملین هماغه کسان دي چې نن د بشري حقونو په ننګه تر ټولو ډیرې چیغې وهي او د افغانستان د خلکو د حقونو د نقض ادعاوې کوي، خو دا هېروي چې همدوی د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي دي او د سلګونه زره بې‌ګناه انسانانو د ژوند حق یې ترې اخیستی.

که په افغانستان کې د غربي ځواکونو او د هغوی د غلامانو له لوري ترسره شویو جنایتونو او په ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې روانو وحشتونو ته وکتل شي، دا حقیقت لا ډیر ښه روښانه کېږي چې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي همدا غربي هېوادونه او د هغوی داخلي شریکان دي. د بشري حقونو د ملاتړ شعار یوازې یوه تېر ایستونکي آله ده چې د اسلام او اسلامي حکومتونو د اصلي بڼې د بدنامولو لپاره کارول کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version