شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کوزې پښتونخوا له تیرا څخه هندوکشغږ ته رسېدلي معلومات ښیي، چې یادې سیمې ته د عملیاتو لپاره راغلي «SSG» کومانډویان د پاکستاني طالبانو د نښان ویشتونکو ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغلي او ځای پر ځای ترې درې کومانډویان وژل شوي دي.د رسېدلو معلوماتو له مخې، یاد پوځیان د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه د پاکستاني طالبانو د نښان ویشتونکو ځواکونو له خوا هدف ګرځېدلي، چې جسدونه یې تر ډېرې مودې له خپلې پوستې څخه بهر پراته وو.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ تر بل هر وخت پیاوړی شوی او خپلو عملیاتو ته یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پراختیا ورکړې ده.
پاکستانۍ خبرياله غريده فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟6 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: لسګونه استخباراتي ادارې شته؛ خو بیا هم په اسلام اباد غوندې ښار کې د عامو وګړو ژوند خوندي نه دی6 فبروري 2026