د رسنیو د راپورونو له مخې د غزې شمال کې د بشري مرستو ترلاسه کولو له پاره تر سلو ډېر راټول شوي فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور سخت ټپیان دي.

فلسطیني رسنیو د روغتیايي چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې اسرائیلي پوځیانو هغه مهال په خلکو ډزې وکړې، چې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه راټول شوي و.

د اسرائیلو یوې پوځي سرچینې هم د ډزو رپوټ تایید کړی او وایي، چې پوځیانو یې له هغې وروسته ډزې وکړې، چې خپلو سرتېرو ته یې خطر احساس کړ.

بل لور ته په غزه ښار کې یوه ژورنالیست ویلي، چې د اسرائیلو ټانکونو پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې، خو د اسرائیلو پوځ د ټانک د ډزو په اړه بې خبري ښودلې او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.

د غزې له ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو خواشینوونکو تصویرونو کې ښکاري، چې د لسګونو کسانو مړي د مرستو په تشو لاریو او خر ګاډو کې سر په سر اچول شوي او لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې پېښې لږ مخکې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت اعلان کړی و، چې د اکتوبر له ۷ مې را پدېخوا په غزه کې د اسرائیلي پوځیانو په عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر پر ۳۰ زرو اوښتی دی.

دا د دې جګړې د وحشتناکې مرګ ژوبلې تر ټولو تریخ اړخ په ډاګه کوي، ځکه دا شمېر د غزې د ټولو ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړو یو اعشاریه درې سلنه برخه جوړوي.د حماس روغتیا وزارت زیاته کړې، چې د وژل شویو کسانو ستره برخه ښځې او ماشومان دي؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې په وژل شویو کې څومره ملکیان او څومره وسله وال دي.

دغه وزارت پنجشنبه د جګړې د ورځنیو تلفاتو د اعلان پر مهال وویل، چې تېر ۲۴ ساعته په غزه کې ۸۱ نور کسان وژل شوي او په دې توګه دغلته د جګړې له پیل راهیسې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ زره تر ۳۵ ته تنو ته ورسېد.د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کیږي، چې د وژل شویو واقعي شمېر ښايي تر دې لار ډېر لوړ وي، ځکه زرګونه کسان لا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د نړیدلو ودانیو تر ویجاړیو لاندې ورک دي او د حماس روغتیا وزارت لخوا خپرېدونکو شمېرو کې هغه کسان هم شامل نه دي، چې روغتونونو ته نه دي رسول شوي.په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، چې د غزې په حګړه کې له ۷۰ زرو ډېر ټپيان هم ثبت شویدي.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او نور نړیوال سازمانونه هم د غزې د روغتیا وزارت پر ارقامو استناد کوي، د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي، چې د غزې روغتیا وزارت سره اوږدمهاله همکاري کوي، ځکه چې دغه اداره د مالوماتو په راټولو او تجزیه کولو کې ښه وړتیا لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، که د مړینې اوسنۍ کچه د تېرو جګړو پر مهال د ملګرو ملتونو لخوا ثبت شویو ارقامو سره پرتله شي، “نو په ښکاره ډول د ملیکانو د وژل کېدو ډېرېدونکی شمېر ښیي، چې ستره برخه یې ماشومان او ښځې دي”بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي، چې غزې تړانګې د ټول نفوس څلورمه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي او ترمنځ یې په ډراماتیک ډول ساري ناروغۍ هم خپرې شوې دي.دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په وینا وار دمخه په غزې کې درمل او روغتیايي چوپړونه محدود دي.

همدا تېره چهارشنبه د غزې د شمال په دوو روغتونونو کې لږ تر لږه شپږ ماشومان له خوارځواکۍ او د وجود د اوبو له کمښته مړه شوي دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې تېر کال د اکتوبر پر ۷ مه د اسرائیلو په سویل برید وکړ.د اسرائیلي سرچینو په وینا دغه برید کې ۱۲ سوه اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۳ نور حماس وسله والو یرغمل کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version