د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان شهیدان او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له اوربند راهیسې په غزه کې ۱۱۶۸ کسان شهیدان، ۳۷۹۸ نور ټپیان او د ۸۰۲ کسانو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۷۳ زره او ۲۹۳ او د ټپیانو شمېر ۱۷۳ زره او ۹۰۶ تنو ته رسېدلی دی.
وزارت وايي، لا هم یو شمېر قربانیان د ودانیو تر خاورو لاندې او په سړکونو کې پاتې دي او د ژغورنې ډلې د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.


