د غزې ښار الشفاء طبي کمپلیکس ته څېرمه د فلسطیني خبریالانو پر خېمې د صهیونیستي رژیم په هوایي برید کې د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې پنځه کارکوونکي په شهادت رسېدلي دي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په شهیدانو کې د الجزیرې مشهور خبریال انس الشریف، محمد قریقع، ابراهیم ظاهر، محمد نوفل او مومن علیوه په نومونو درې انځور اخیستونکي شامل دي.

الجزیرې ویلي، شهید شوي خبریالان یې د غزې له شمال څخه په عربي ژبه راپورونه برابرول.

الجزیرې دغه برید غندلی او ټینګار یې کړی، چې صهیونیستي رژیم غزه کې د خپلو جنایتونو د سانسور په پار پر خبریالانو بریدونو ته دوام ورکړی.

له بل لوري صهیونیستي رژیم پر خپل دې جنایت اعتراف کړی او شهید انس‌ الشریف یې پر صهیونیستي اسرائیلو د راکټي بریدونو مسؤل بللی دی.

ورته مهال حماس اسلامي غورځنګ پر خبریالانو برید جنګي جنایت بللی او زیاته کړې یې ده، چې پر خبریالانو پرله‌پسې بریدونه د نړیوالو ارزښتونو او قوانینو د له‌منځه تلو ښکاره بېلګه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version