هندوکش غږ ته يو لېست رسېدلی، چې پکې د پاکستاني حکومت له لوري د ۵۰ هغو جوماتونو او مدرسو نومونه شتون لري، چې د اسلام اباد په شنو ساحو کې جوړ شوي او اوس یې حکومت د ړنګولو پلان نيولی دی.
پاکستاني حکومت د ياد کار لامل په غصب شويو ځمکو د يادو جوماتونو او مدرسو جوړول ښودلي دي.
له بل لوري بيا د جمعیت علماء اسلام د مخکښ مشر حمد الله په شمول ګڼ شمېر مذهبي خلکو د حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې حکومت د اساسي قانون، اسلام او قرآن له چوکاټ څخه وتلی دی.
په ورته وخت کې بيا ځايي خلک د حکومت د يادې پرېکړې په غبرګون کې وايي، چې په همدې اسلاماباد کې د «کانسټیټو شن ون» په نوم یوه ودانۍ شته چې په غصب شوې ځمکه جوړه شوې؛ خو دا چې په دې ودانۍ کې د قاضیانو، د عمران خان د کورنۍ د غړې علیمه خان او نورو لوړپوړو چارواکو کورونه دي، نو حکومت یې د ورانولو جرات نه شي کولای.
ياده دې وي، چې پاکستاني حکومت تېره ورځ د اسلام لويو هوټلونو ته د پنځه لکه کلدارو د فيس په بدل کې د شرابو د پلور اجازه هم ورکړه.