تسنیم خبري اژانس د عبري رسنیو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې ښار په بیت خانون سیمه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام ځواکونو په بریدونو کې د یوه جګ‌پوړي افسر په ګډون شپږ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

د وژل شویو یاد، ارقام یواځې د هغو پوځیانو دي چې د صهیونیستي رژیم پوځ یې د نوم او انځور د خپرولو اجازه ورکړې.

تسنیم د عبري رسنیو په حواله زیاته کړې ده چې، چې د وژل شویو پوځیانو له ډلې د یوه کس نوم او انځور نه‌دی خپور شوی، چې په دې سره د وژل شویو پوځیانو شمېر اوو ته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version