الجزیره ټلویزیون د غزې د ملکي دفاع ادارې له قوله خبر ورکوي چې صهيونيستي اسرائيلو نن سه شنبه سهار وختي د غزې په خان يونس سيمه کې د جګړې له امله د بې ځايه شويو عامو فلسطيني وګړو په المواصي نومي کمپ هوايي بريد کړی چې په پايله کې یې ۴۰ عام وګړي شهيدان او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان کړي.

المواصي کمپ ته وروسته له هغې فلسطيني کډوال ورغلل چې صهيونيستي اسرائيلو دا ځای( د خان يونس ساحلي سيمه) خوندي زون اعلان کړ او په ياد کمپ د بريد د نه کولو خبر یې ورکړی وو خو پر خپله وعده ونه درېدل او نن سهار وختي یې د روان وحشت يو بل خونړی قتل عام ترسره کړ.

الجزیره ټلویزیون ته د غزې د ملکي دفاع ادارې وېلي چې ياد بريد د غزې د روانې جګړې يو بل خونړی برید وو چې ځمکه ېې شاوخوا نهه متره ژوره کړې او د ورکو کسانو پلټنه لا هم روانه ده او ګومان کېږي چې مرګ ژوبله به لا هم لوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version