پر افغانستان د ا.ا تر بیا واکمنېدو او په ټول هېواد کې د ثبات له ټینګښت وروسته، افغانستان د ټرانزیټ او پانګونې پر مهم مرکز بدل شوی.

تازه، د ایران فارس خبري آژانس د دې هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې د اجرایي مشر له قوله لیکلي، چې له چین سره د نښلون لپاره یې یو بل ستراتیژیک مسیر تر کار لاندې نیولی.

د فارس د راپور پر بنسټ، تر دې وړاندې برېکس سازمان ویلي وو، چې چین لېواله دی په افغانستان کې د یوه نوي سړک په جوړولو سره، خپلې نفتي اړتیاوې په چټکۍ او له زیان پرته پوره کړي.

برېکس همداراز ویلي، چې چین دا انتخاب له امریکا سره د وروستیو سمندري ترینګلتیاوو له امله ارزوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې ایران او چین د هرات ـ مزارشریف پر مسیر او له هغه ځایه د واخان له لارې سره ونښلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version