Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»فاریاب کې له شل کلونو وروسته يو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
    افغانستان

    فاریاب کې له شل کلونو وروسته يو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

    صابر افغانصابر افغان3 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پوهنيز نظام د پراختيا او معياري کېدو په دوام د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د دوه لسيزو وروسته په لومړي ځل يو ښوونځی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

    د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد وايي، د دغه ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګول شوي او دمګړۍ پکې شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.

    ښاغلی جواد زياتوي: په ياد ښوونځي ۱۶.۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د يوې معياري ودانۍ سربېره پکې کتابتون لابراتوار او کمپيوټر لب هم شتون لري او د اوبو یوه څاه هم پکې کیندل شوې ده.

    په ياد ښوونځي کې ۲۶۰ زده کوونکي په یوه دوره کې او تر ۵۰۰ ډېر زده کوونکي په دوو دورو کې زده کړې کوي.

    د پښتون کوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې وړاندې د ښوونځي ودانۍ نشتون له امله د دوی ماشومان اړ وو چې لسګونه کيلومټره مزل وکړي او بلې ولسوالۍ ته د زده کړو لپاره لاړ شي؛ خو اوس یې په سلګونه ماشومان په اسانتيا سره زده کړو ته لاسرسی لري.

    د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د ۱۲ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شوی دی او څلور نور ښوونځي هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهد رئیس الوزراء سیاسي مرستیال د شهید اسماعیل هنیه له زوی سره کتلي
    راتلونکي مقاله د مرحوم اسماعیل هنیه فکر به پاشلی امت راټول کړي

    مربوطه لیکنې

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    16 مارچ 2026

    د معتادینو درملنې په زر بستریز روغتون برید کې تر ٢٠٠ زیات معتادین شهیدان شوي

    16 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر کابل کې د روږدو…

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.