شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د لوړو زدهکړو وزارت وایي، فراه پوهنتون کې د ۲۱ میلیونه ۷۵ زره افغانیو په لګښت، پر پنځوس جریبه ځمکه د څېړنیز فارم جوړېدو چارې پیل شوې.وزارت زیاتوي، چې د دغه څېړنیز فارم په پروژه کې د ۵۰ جریبه ځمکې احاطوي دیوال، اداري ودانۍ، ګلخانه، ډېپو، ۱۵۰ متره د اوبو څاه، ماشین خونه، د اوبو ذخیره او قطریي سیستم د جوړېدو برخې شاملې دي.د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو لهمخې، د دغې پروژې لګښت د یاد وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې کړي4 دسمبر 2025