د فراه ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د شاوخوا ۵۶ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو پروژو چارې پیل شوې.
د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد رسنیو ته ویلي، چې په يادو پروژو کې د پلونو جوړول، د ښار د سړکونو روښانه کول، د سړکونو پخول، لښتیو جوړول او دې ته ورته نورې پروژې شاملې دي.