د مصر القاهرة الاخبارية خبري وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د خلیل الحية په مشرۍ د حماس غورځنګ یو پلاوی د غزې د وروستي وضعيت او اوربند د خبرو اترو د ارزونې لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی.
سرچينه وایي، د حماس غورځنګ د ياد پلاوي د سفر موخه غزه کې د اوربند او بندیانو تبادلې لپاره د نوي وړاندیز جوړولو هڅې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د قاهرې په غونډو کې د ۶۰ ورځني اوربند په اړه بحث روان دی.
ورته مهال، د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو هم ویلي، چې له حماس سره یې جزئي هوکړه شوې او اوس د بشپړ توافق خبرې روانې دي.
دغه راز بيا د مصر د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې مصر، قطر او امریکا په ګډه د همدې ۶۰ ورځني اوربند لپاره هڅې کوي.
غزه کې د اوربند د ټينګښت هڅې بيا داسې مهال پيليږي، چې صهيونيستي رژيم خپلو بريدونو ته زور ورکړی او په ورځني ډول لسګونه عام فلسطيني وګړي شهيدانوي.