لیکوال: وحیدالدین حیدر
ځینې فرهنګي، تعلیمي مرکزونه او موسسات د بهرنیو د استخباراتو په خرابات چلېږي، ځکه اوس ټولو نظامي چالونو کار ورکړ نو د سیاسي سترنج په تختې لوبه تغیر شوه، د نظامي جګړو او مبارزو ځای فرهنګي او فکري فعالیت ته پریښی، د سیمي او ګاونډي هېوادونه تل افغانستان ته د همه شمول حکومت وړاندیزونه کوي، یوازې وړاندیزونه نه، بلکې دا مسله ورته د شرط په ډول مخې ته ږدي د همه شمولیت په منځ کې ورته خپل روزل شوي مُهرې او دانې را وړاندې کوي چې موږ ته په تېر جمهوریت کې دا موضوع د لمر په څېر روښانه شوه.
ایران هزاره او شعیه لږکي په حکومت کې ننه ایستل، پاکستان د حزب د جنګي قومندانانو د داخلیدو کامیابه هڅه وکړه، تاجکستان بیا د تاجکو د حقوقو غږ پورته کړ، ترکیې ترکمن د اقتدار راس ته راوستل د جمهوریت له پیله تر پایه دوستم د ترکیې په مداخلې حمایه شو که ستاسو پام وي د افغانستان په کورني جنګ کې ایران، پاکستان او ترکیې غوښنه برخه لرله، رباني ځانته کرنسي لرله چې ترکیې د هغه د تضعیف لپاره دوستم ته دوستمۍ چاپې کړې او بازار ته یې ور پمپ کړې.
په هر حال راځم اصلي مطلب ته، ایران په تېر جمهوریت کې د اطلاعات و فرهنګ وزارت کې نفوذي کسان ننه ایستل او دلته یې د فرهنګي بهیرونو او فرهنګي ناستو تر شا سیاسي استفادې شروع کړې ، مرکز تبیان یې حمایه کړ، خاتم النبین ته یې تر دوکترا سکالرشيپونه ورکړل، د افغانستان په رسنیز ډګر کې یې چاپي،صوتي او ویډیو رسنۍ ایجادې او حمایه کړې ان زموږ ملي ټرمینالوژۍ یې جرحه داره کړه، قومي نزاع ته یې لاره برابره کړه، مذهبي اختلافاتو ته یې زمینه سازي وکړه او دغو اختلافاتو به یې خپله سیاسي ګټه پورته کړه، د افغانستان نظام یې پرې ننګاوه، تاسو شاهدان یاست چې په یو علیپور یې بسته نظام ور چلنج کړ، جنبش روشنايي قریب د ارګ په دیوال اوښتي و خو د کابل ګارتیزیون په لوړې مرګ ژوبلې او ځپنې دا بغاوت راکښېنوه.
د جنبش روشنايي موضوع معلومه نه وه مقصد مرګ په ارګ یې شعار لېږداوه، د احمدضیا مسعود په نوم بل غورځنګ د تغیر رستاخیز په نوم ایجاد شو چې هدف یې دوامداره مظاهرې وې او همدا ډول د وخت برحاله والي او بې تاجه پاچا عطا نور د نارنجي غورځنګ په نامه یو حرکت پېل کړ، د پارلمان تر چت لاندې یې د څو شعیه ملایانو برسیره یو تکنوکرات فرهنګي څېره عبداللطیف پدرام هم استخدام کړ د هغه د ټول شل کلنې مبارزې شعار په افغانستان کې فدرالي نظام راوستل و او تر شعیه ملایانو داسړی ډېر خطرناک ثابت شو، ده په ځینو پوهنتونو کې تدریس هم ورکاوه، رسنیو ته هم ورته په سفارتونو هم ګرځېده چې هېڅ چا یې د مخنیوي هڅه ونشوای کړای.
ایران په لویه کچه فرهنګي حلقې ایجادې کړې او بې شمېره او بې چیکه پیسې یې ورلېږلې ددوی نفوذي نشراتي رسنیو به ددوی اجنډا مطابق خپرونې جوړولې او د افغان ولس د مغزي شستشو لپاره به یې زهري برنامې جوړولې.
او فرهنګي حلقو کې به د افغان ټرمینالوژۍ ضد کتابونه لیکل کېدل او چاپیدل او نشرېدل همدا ډول د ملت په ضد مقالې لیکل کیدې او ارایه کیدې ،همداراز د شپې فرهنګي ناستې به وې ان کله ناکله به پکې د افغان هویت په ضد موضوعات بحثیدل.
د جمهوریت دوام د افغان جغرافیې د تجزیې باعث و بس خلاص.
هغه مهال چې کریم خرم د اطلاعات او فرنګ وزیر و ددغسې جریانونو او رسنیو د تړلو ګواښ یې وکړ چې پارلمان استجواب کړ او اخطار یې ورکړ؛ بیا د ایران سفارت هم ور وغوښت او ورته یې ویلي و چې زموږ په برنامو مه لګېږه؛ او کریم خرم عاجز شو.
اوس اسلامي امارت د تبیان، تمدن او خاتم النبین علمي، فرهنګي او تعلیمي نهادونه تړلي چې یو شمېر پرديپال یې د بیان پر ازادۍ ګوزار ګڼي خو موږ ته بیا دا ګوزار د افغانستان د بقا لپاره شفا ګڼوو.خدای دې داسې مټې لا قوي کړې چې د خارجي مداخلو لاسونه لنډ کړي.