د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پلخمري له خواجه‌الوان دښتې نه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د لېږد عملي چارې پیل شوې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد مزي د لېږد عملي چارې د اوبو او انرژۍ وزارت تر مدیریت لاندې د یوه خصوصي شرکت په پانگونې سره کېږي.:«د دغې پروژې په پلي کېدو سره تر ۱۰۰۰ مېگاواټه زیاته برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته لېږدول کېږي چې د کابل او ۱۲ گاونډیو ولایتونو د برېښنا ستونزې د هوارېدو ترڅنگ، سلگونو کسانو د کار زمینه هم چمتو شوې ده.»

د افغانستان ډېره برېښنا واردتي ده، چې له ترکمنستان، تاجیکستان او ازبېکستان څخه وارد شوې ده.

د اوبو او برېښنا چارو کارپوهان وايي، که اوسنی حکومت د وارداتي برېښنا پر ځای په کورنیو سرچینو کار وکړي؛ نو لرې نه ده چې افغانستان ډېر ژر د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا شي او خلک یې ۲۴ ساعته برېښنا ولري.

په افغانستان د اوبو د برېښنا د تولید سربېره د لمریزې برېښنا او بادي برېښنا هم گڼې سرچینې شته او یادې سرچینې کولی چې افغانستان پر ځان بسیا کړي.

افغانستان هر کال یادو هېوادونو ته د کال ۲۵۰ مېلیونه ډالر یوازې د برېښنا د لگښت پیسې ورکوي، چې په همدومره پیسو په کور دننه گڼې پروژې پلې کېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version