یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې په شمال او جنوب کې جګړې زور اخيستی دی او شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطينيان چې په “رفح” کې يې پناه اخيستې وه د اسرائیلو له خوا د خبرداري له امله بې ځايه شوي دي.

په غزه کې د بشري ناورين په اړه د نړۍوالو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي “انتونيو ګوتېرېش” يو ځل بيا ټینګار کړی، چې په غزه کې جګړې “بشري کړاو” رامنځته کړی او په جګړه کې په ښکېلو خوا او منځګړو هېوادونو يې غږ کړی، چې “سملاسي اوربند وکړي.

“د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې مصر په غزه کې د اوربند د خبرو يو مهم منځګړی دی، اعلان یې کړی، چې د جرمونو نړۍواله محکمه کې د اسرائيلو له خوا د “نسل وژنې” قضيه کې له جنوبي افريقا سره يو ځای کیږي.

بل لور ته رسنیو راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د اسرائیلو پوځ تېره شپه اعلان وکړ، چې د حماس د بيا ځای پر ځای کېدو د مخنيوي په پار يې په “جباليا” سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي دي.

هم مهاله د حماس پوځي څانګې “عزالدين قسام” د يکشنبې په ورځ وويل چې د غزې په شمال “جباليا کمپ” کې يې له اسرائيلو سره نښتې کړې دي.

د معلوماتو له مخې جباليا په غزه کې د بېځايه شويو وګړو يو تر ټولو لوی کمپ دی، چې د اوسېدونکو شمېر یې له ۱۰۰ زرو ډېر اټکل شوی دی.

دلته ډېری هغه فلسطينيان مېشت دي، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د دولت جوړېدو پر مهال له خپلو سیمو بېځايه شوي دي.

رسنیو د فلسطيني کډوالو له پاره د ملګرو مرستندويه ادارې له قوله راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې له تېرې اوونۍ را پدیخوا شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطينيان له رفح ښاره بېځايه شوي دي.

اسرائیلي یرغلګر له څو اوونيو راهيسې وايي، چې په بشپړه توګه د حماس د له منځه وړلو له پاره پر رفح ځمکني بريدونه کوي.

د صهیونیستي رژیم لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د اوربند هوکړه يا نه منل به پر رفح د اسرائیلو د بريد پر پرېکړه اغېز ونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version