د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د یو شمېر نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په تړاو ناسته ترسره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دیول او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
لوړ پوړو هندي چارواکو دغه غونډه د جومو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په تړاو کړې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له یاد برید وروسته سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پریښی دی او ویلي یې دي، چې د یادې پیښې عاملین باید ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.