د راپورونو له مخې، د قزاقستان اورګاډي ملي شرکت افغانستان ته د قزاقي اوړو او غلو دانو د ترانزیټ تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې دي.

د قزاقستان تمیر ژولي شرکت مسؤولینو خبر ورکړی، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د بار وړلو حجم د زیاتولو لپاره ازبکستان پرېکړه کړې چې، افغانستان ته د قزاقستان د غنمو پر ترانزیټ تعرفې کمې کړي.

دا پرېکړه، چې د قزاقستان د اورګاډو ملي شرکت او د قزاقستان د اورګاډو ادارې ترمنځ د الماتا ښار د مذاکراتو په پايله کې شوې، له مخې به یې دا کموالی ۴۰ سلنه وي او د محصولاتو لېږد به له اوایسز سرحدي لارې غلبه تمځای ته ترسره کیږي.

په دې ناسته کې دواړو غاړو یادونه کړې چې، د سریاغاش سرحدي لارې ظرفیت د ۵۰ سلنه زیاتوالي له امله د بار وړونکو او سوداګرو غوښتنې په بشپړ ډول پوره کېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version