‏د افغانستان بانک وایي، د دې بانک لومړي مرستیال، صدیق‌الله خالد کابل ته له راغلي قزاقستاني پلاوي سره کتلي.

له یاد بانک څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو او مالي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

ښاغلي خالد ویلي، چې د افغانستان بانک غواړي له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره اغېزمنې او دايمي اړیکې ټینګې کړي.

ورته مهال قزاقستاني پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو همکاریو د پراخېدو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هم هوکړه وشوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version