د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر، اسمعیل هنیه شهادت وغنده او ياده پېښه یې ناوړه جرم او جنايت وباله.

په خپره شوې اعلاميه کې زياته شوې چې داسې کړنې د سیمې امنیت لا خرابوي او د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د فلسطين په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو وژل له نړۍوالو او بشري قوانینو سرغړونه یاده کړې ده.

د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه‌ پرون د ايران د ولسشمر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېګا په تهران کې له خپل يوه ساتونکي يوځای سره په خپل استوګنځي کې په شهادت رسېدلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version