لیکوال: ارغوان وطنیار

هندوستان چې په سیمه کې ډېر مهم او محتاط هېواد دی طالبانو سره یې سیاسي اړیکې ورځ تر بلې نږدې کېږي، د همدې کال په جون میاشت کې یې کابل کې سفارت پرانیسته، او ممکن خپلې سیاسي، اداري او کونسلي چارې ژر پیل کړي.

اوس تازه د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګندیر جیسوان ویلي چې افغان محصلین به ډېر ژر تحصیلي ویزو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ا.ا.ا له راتګ سره افغان محصلین د ویزو د بندښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان شول، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې ترڅو د هندوستان حکومت قانع کړي او دوی سره په سیاسي تعامل کې را ننوځي بالاخره د دوی هڅو نتیجه ورکړه او د هند لوری یې قانع کړ، دوی د 2024 م کال د جون په میاشت کې په کابل کې خپل سفارت پرانېسته چې تازه یې د محصلینو د ویزو د اجرا ډاډ د رسنیو له لارې ورکړ.

د ایران، پاکستان او ترکیې برسېره هندوستان څلورم هېواد شو چې د تحصیلي او بشري ویزو په برخه کې افغانانو سره خپل سیاست او مرستې روښانه کړې.

ایران، پاکستان او ترکیه په انلاین بڼه افغان ناروغانو ته په غیر حضوري یا انلاین بڼه د ویزو خدمات عرضه کوي خو د هندوستان په تړاو به وروسته څرګنده شي چې دوی به انلاین که حضوري خدمات پیل کړي؟ خو مهمه خبره د هند او افغانستان د دوستانه اړیکو پیل دی.

هندوستان د 2030م کال دریم اقتصادي هېواد ښودل شوی چې 19 ټریلونه او 11 ملیاردو ډالرو ناخلص تولید به ولري.

هندوستان له پخوا په سیمه کې د افغانستان او نړۍ لپاره خورا مهم هېواد دی؛ یاد هېواد د سرو زرو د چرګ په نوم شهرت درلود او افغانستان سره یې اړیکې کله سړې او کله ډېرې ګرمې وي.

د ا.ا.ا لپاره دا ډیر زرین فرصت دی چې هندوستان له دوی سره سیاسي تعامل ته را ودانګل او دا د افغانستان په تدبیر هم دلالت کوي چې سیمه کې په چا تکیه نه کوي، بلکې له ټولو هېوادونو سره یو شان ډیپلوماتیک روابط ساتي، موږ چې په تاریخ کې یو هېواد ته نږدې شوي یو او بل مو پریښی هغه دیپلوماسۍ موږ ته ډېره تاواني تمامه شوې.

د اړیکو بیلانس او توازن ډېر حکمت غواړي چې فعلا طالبان پرې روان دي او د هند سره د اړیکو پیل د افغانستان لپاره زرین فرصت دی هیله ده چې اعظمي استفاده ترې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ښاغلي حمدالله فطرت د هندوستان له لوري د ویزو په برخه کې د سهولتونو له اعلان څخه هرکلی وکړ او هندوستان سره یې خپلې سیاسي اړیکو د دواړو هیوادو د ملي ګټو په پیاوړتیا او دوستۍ کې اغېزمن وباله.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version