د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د رفح سرحدي دروازه باید په بشپړه توګه پرانیستل شي، څو بشري مرستې غزې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسرائیل د رفح له دروازې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او دا کړنه د منلو نه ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وړاندې ټینګار کړی، چې د رفح له لارې د زرګونو ناروغانو د تېرېدو مخنیوی یو جنایت دی او دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.
الانصاري همدا راز ویلې، چې د سیاسي فشار په توګه د رفح سرحدي لارې کارول کېدل ورته د منلو نه دي او نړیواله ټولنه باید د غزې بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام وکړي.
