بهرنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د ترکیې نوي سفير سادین آي يلديز د بهرنیو چارو له وزير، مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د دوو اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې دي.

‏مولوي اميرخان متقي، ترکيه د افغانستان نږدې دوست ګڼلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې یې مخ پر وده ارزولې دي.

له بل لوري کابل کې د ترکيې سفير هم بيا د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې ارزولي او په اقتصادي او روغتيايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version