د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي چې، د قطر ډپيلوماټیک پلاوی، په سوریه کې د دغه هېواد د سفارت د پرانیستو د لازمو پړاوونو د بشپړولو په موخه، دمشق ته تللی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي الانصاري له قوله لیکلي چې، دغه پلاوي د سوریې له «انتقالي دولت» سره په خپلو کتنو کې، د سولې، امنیت، پراختیا او سوکالۍ په برخه کې د سوریې د خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره، د قطر دولت د ملاتړ پر ژمنې یو ځل بیا ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ ترکيې هم په سوريه کې وروسته له ۱۳ کلونو خپل سفارت پرانيست.