د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد انصاري تېره ورځ (سه شنبه) په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې، چې حماس او صهیونیست رژیم ډېر ژر د مذاکراتو بل پړاو پیل کړي.
د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي، چې هېواد یې هیله لري حماس او صهیونیستي رژیم وکړای شي د فلسطین په خاوره کې د سولې تړون د دوام لپاره د خبرو اترو نوي پړاو ته داخل شي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د غزه کې د پاتي وروستي صهیونیستي بندي له تسليمېدو سره رسما د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند لومړی پړاو بشپړ شي.
