د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت سرپرست وزیر خليل الرحمن حقاني پرون د قطر د سرې میاشتې له رییس احمد العثماني سره کتلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې احمد العثماني ویلي، غواړي، چې له کډوالو چارو وزرات سره د همغږۍ له مخې د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په رباط سیمه کې د مستحقینو، بې ځایه شویو او راستنو شویو لپاره ۵۰ کورونه، یو ښوونځی، یوه مدرسه، یو روغتیايي کلنیک او یو تفریحي پارک جوړ کړي.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر د قطر سرې میاشتې له ښه نیت ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې اړونده دولتي ادارو او همکارو بنسټونو د کډوالو او داخلي او بهرني بې ځايه شويو لپاره لنډ مهالي او اوږدمهالي د استوګنې کمپونه. او ښارګوټي جوړ کړي دي.