یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
شل کلونه د امريکا سره پر افغانستان په يرغل کې پاکستان مرسته کړې؛ امريکا له پاکستان څخه پر افغانستان حمله وکړه او بيا په دې شل کلن يرغل کې پاکستان د امريکا سره پوره همکاره وو.
د پاکستان خاوره يې د افغانستان د يرغمل ساتلو او د افغانانو قتل عام کولو لپاره امريکا ته سپارلې او هم يې اوس اډې امريکا ته ورکړي.
پر افغانستان د يرغل موده کې آی ايس آی او پوځ د امريکا خدمت کې وه او د امريکا هره پروژه به يې افغانستان کې عملي کول؛ همدارنګه پر افغانستان د غربي يرغل سره مرسته او هم پېښور کې د اتيا زره پښتنو شهيدانول پوځ و آی ايس آی د ډالرو او غربي فکر لپاره کول.
دا چې پس له شلو کلونو قربانيو څخه افغانان و توانېدل چې يرغل ختم او بهرنيان له خپل هېواد څخه وشړي؛ ورسره د افغانستان د فتحې سولې، ورورولي، د اتحاد ژوند پيلېدل او جګړه پر مخ ختمېدلو سره؛ نه يواځې د افغانستان پر نورو دښمنانو باندي اور بل شوی، بلکې زموږ پر نږدې مسلمان همسايه پاکستان هم اور بل شوی؛ ځکه په افغانستان کې د امن په راتګ سره د پاکستان دوکانداري پر مخ ودرېده؛ غرب، يهود او نورو طاقتونو چې کومې پروژې دوی ته افغانستان کې د عملي کولو لپاره ورکړې وې پر مخ ودرېدې؛ چې ورسره پر پاکستان ډالر هم قطعه او پوروړی شو.
له تېرو دريو کلونو چې ا.ا پر افغانستان حاکم شوی، اشغال افغانستان کې ختم شوی، افغانان د سولې او امن له ستر نعمت څخه برخمن شوي؛ د دوی مشران پر نړيوال سټېج باندي پر افغانانو بهتانونه تړي.
پر ميډيا باندي هم هر وخت د دوی سياسيون او مشران بې ځايه ادعاوې او پر ا.ا تورونه د دې لپاره تړي چې نړيوالو ته پر افغانستان د بيا ځلي يرغل دعوت ورکړي؛ تر څو د دوی قرضونه معاف او ډالر ترې واخلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان استازي آصف دراني په يوه تازه مرکه کې چې د امبېسډر لونج«Ambasseder’s Lounge» سره يې کړې بې ځايه ادعاوې او تهمتونه يې پر ا.ا او افغانانو تړلي.
خبریال ترې پوښتنه کوي: افغانستان کې د پاکستان په وړاندې ښکاره کینه لیدل کېږي؛ تاسو پکې څه واياست؟ آصف درانی په ځواب کې ورته وايي: که دوی کینه کوي نو بيا ولې خوښوي چې دلته راشي؛ زه په دې باره کې لږ خو د تحریک طالبان پاکستان په تړاو ډېر اندېښمن یم، که مونږ نن پولې خلاصې کړو، تقریباً ټول افغانستان به راشي، دوی دا خوښوي چې دلته راشي.
پر افغانستان کلونه د دوی له خاورې يرغل او کروز توغندۍ، بمونه اورېدل او همدوی د غربي يرغل سره ولاړ او پاکستان يې غرب ته د افغانستان د يرغل لپاره سپارلی وو؛ نو به افغانان څنګه کينه له د پاکستان له دوه مخې سياسيونو او نظام څخه ونه لري؟همدې پاکستان د روسي اشغال له خاتمې سره د خپلو جاسوسانو په مټ مجاهدين په ټوپک سالارانو بدل کړل؛ همدوی وو چې د غرب لپاره يې دا کار وکړ او افغانستان يې په کورني جګړې واړاوه، همدا پاکستان وو چې د غرب لپاره يې افغانستان لوټې، لوټې کړ.
نو د افغانانو زړونو کې به له پاکستان څخه نفرت ولي نه وي؛ چې د غرب په خوښه يې همېش موږ کې تباهي جوړه کړې وي؟د ټوپک سالارانو له ختمولو وروسته چې پر افغانستان په په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې ا.ا حاکم شو نو همدې پاکستان د افغانانو د اسلامي نظام ړنګولو لپاره غرب ته ښه راغلاست و وايه؛ چې هم یې افغانستان پرې تباه او هم يې د طالبانو اسلامي نظام پرې ړنګ کړ.
په ميلياردونو ډالر يې د افغانانو پر سر واخيستل نو افغانان به له پاکستان څخه کرکه ولي نه کوي؟همدا اوس چې افغانستان کې امن راغلی او تازه افغانانو امن کې ساه اخيستې؛ همدا پاکستان د غرب په خوښه داعش خراسان پاکستان کې روزي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره رالېږي؛ تر څو دغه امن له افغانانو واخلي نو افغانان به ولي کرکه له پاکستان څخه نه کوي؟پاکستان چې زموږ له مهاجرينو سره کوم ناوړه چلند وکړ دا ټولې دنيا وليده؛ چې زموږ زنانه يې هم محبسونو ته واچولې، شتمني به يې زموږ له غريبو افغانانو ګرځول او دوی به يې افغانستان ته په زور را اړول؛ هغه هم په داسي حال کې چې قانوني کارډونه به هم ورسره او له UNHCR څخه به يې د هر مهاجر پر سر پيسې هم اخيستې.
نو ضرور به افغانان له پاکستاني نظام څخه کرکه کوي او هيڅ افغان نه غواړي پاکستان ته لاړ شي ځکه پاکستان کې نه امن نه اقتصاد شته؛ خو افغانستان کې الحمدلله امن هم دی او هم اقتصادي پرمختګونه روان دي.
نو هيڅ يو افغان پاکستان ته نه ځي بلکې پاکستان خپله غرقېدو ته نږدې دی ځکه اوس و ځګ ته لاس اچوي. آصف دراني په خپلو خبرو کې ويلي چې ا.ا داسي قوانين عملي کړي چې دوی يې اسلامي بولي خو اسلامي نه دي.
عجيبه دا ده چې دا د هغه هېواد استازی وايي چې په نامه د مسلمانانو دي خو هېواد کې يې هيڅ يو قانون اسلامي نشته. هلک له هلک او انجلۍ له انجلۍ سره واده پکښي قانوني دی، ټرانس جنډر قانون يې پاس کړی او مکمل د انګرېزي قانون تر چتر لاندي ژوند کوي.
دغه د انګرېز قانون په وچ کلک زور د پردو د خوشحالولو لپاره پر خپل ولس عملي کوي او د همدې انګرېز د قانون او وحشتونو خلاف يې ولس راپورته شوی؛ خو دوی راځي د افغانستان د اسلامي نظام د قوانينو ضد ږغېږي چې اسلامي نه دی.
پاکستان څنګه د اسلامي اصولو خبره کوي ځکه دا همغه پوځ دی چې تر دېرش (300000) لکه پوري بنګاليان يې شهيدان کړه، دا همغه پاکستان دی چې د (30000) درې لکه شاوخوا بنګالي زنانه وو سره يې جبري زناوې وکړې او اوس راځي د ا.ا.ا په اسلامي اصولو کې ږغېږي.
د دوی د همدغه انګريزي قانون او د غرب د پروژو د عملي کولو په خاطر ټي ټي پي او بلوڅ پاڅونوال راپورته شوي او جهاد ورسره کوي؛ کوم چې دوی يې پړه پر افغانستان اچوي تر څو يرغلکر را دعوت او بيا پرې هم خپل ولس او هم افغانان وځپي چې د دوی جېبونه ډک شي، له پورونو څخه خلاص شي.
پاکستان مني چې اويا ۷۰ سلنه د ټي ټي پي مبارزينو حملې زياتې شوي ځکه د دوی د جبر او ستم په خاطر ولس نور راپورته شوی او غواړي د پاکستا د پوځ و آی ايس آی او دغه د انګرېز او جابر نظام له منځه يوسي.
دوی وايي ټي ټي پي افغانستان کې ده خو بار، بار افغان دولت ورته ويلي چې ټي ټي پي افغانستان کې نشته او ټي ټي پي هم بار، بار اعلاميه خپره کړې چې موږ پاکستان کې سيمې په واک کې لرو او ضرورت نشته له بل ځايه نظامي عمليات وکړو؛ خو دوی بيا هم پړه پر افغانانو اچوي.
آصف درانی په خپلو خبرو کې زياتوي چې:« مونږ افغانستان کې سولې راتلو ته هرکلی وایو، خو د دوی سوله زمونږ لپاره ستونزه شوه؛ پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان حملې تقریباً ۷۰ سلنه زیاتې شوې، دوی باید د سیمې ثبات لپاره څه اقدامات وکړي.»
هو! ضرور به تاسو ته زموږ سوله په ستونزو تمامه شوې وي ځکه افغانستان کې امن معنا ستاسو د پروژو درېدل دي؛ تاسو خو افغانستان د غربي پروژو عملي کولو ډګر جوړ کړی وو او پيسې مو پرې اخيستلې؛ اوس چې دلته امن شو نو تاسو ته څوک پيسې نه درکوي ځکه ډېواليتوب ته رسېدلي ياست.
افغان حکومت ستاسو منځګړيتوب کړی وو، ستاسو او ټي ټي پي تر منځ يې د مذاکراتو لاره جوړه کړې وه دا چې تاسو ورسره جوړ نه سولاست دا ستاسو مشکل دی او ستاسو د هېواد امنيت نو ا.ا نه شي درته نيولای.
د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد نه ده استعمال شوې او نه به استعمالېږي؛ خو د دې دا معنا نه ده چې ستاسو امنيت به هم ا.ا درته نيسي که نه تاسو به د پاکستان د امنيت د خرابوالي پړه پر افغانانو اچوئ.
پر ميډيا د فلسطين د قتل عام ياداوري خو دراني صاحب وکړه اما هغه وسله چې پاکستان د امريکا په امر و اسرائیلو ته د فلسطينيانو د قتل عام لپاره لېږلې وه د هغه ځواب به څنګه وايي؟د واين نيوز راپور د هغه وسلو په اړه کتلای شئ!
https://www.wionews.com/south-asia/israel-hamas-war-pakistan-supplies-israel-with-155mm-shells-claims-report-660031
آصف درانی زياتوي: «زه اندېښمن یم چې داعش خراسان په افغانستان دننه سیمې ترلاسه کوي او دا باید په سیمه او له سیمې ورهاخوا هر چا ته د اندېښنې وړ مسئله وي.
دوی په مسکو، ایران او پاکستان کې بریدونه وکړل، که هلته یې کولی شي، نو نړۍ ته یې هم غځولی شي.»داعش خراسان همدا پاکستان روزي او بيا يې افغانستان، روسيې، ايران او نورو هېوادونو ته لېږي چې دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده.
داعش خراسان ټول پاکستانيان دي او افغانستان کې بيخي د سر پناه ځای نه لري بلکې د همدې پاکستاني پوځيانو په مېلمستونونو کې ناست دي؛ له همدې پاکستان څخه يې افغانستان او نورو هېوادونو ته لېږي.
مسکو ته هم له پاکستان څخه تللي ځکه څو پاکستاني داعشيان هم پکې وه؛ خو منافقت ته يې ګوره چې روزنه يې هم پاکستان کوي، نورو هېوادونو ته يې د امنيت د خرابوالې په موخه آی ايس آی لېږي او بيرته يې پړه هم پر افغانستان اچوي هغه هم په داسي حال کې چې افغانستان کې به داعش پيدا هم نه کړې؛ يا خو پاکستان او يا هم تاجکستان کې ناست دي خو آصف درانی وايي چې داعش خراسان به افغانستان کې زيات شي.
دا ځکه وايي چې همدې پاکستاني پوځ و آی ايس آی د داعش خراسان تقويې ته کار ويلی خو الحمدلله چې افغانستان کې ناکامه شوي او دغسي پر ميديا نه يواځې غرب بلکې همدا پاکستان په دغسي خبرو سره داعش خراسان ته کمپاين کوي.
په ۲۰۲۳ کال کې د همدې داعش خراسان او شمالي ټلوالې تر منځ پوځ پاکستان کې غونډې جوړې کړې تر څو دغه دوې ډلې سره يو او بيا يې منځنۍ آسيا ته د امنيت د خرابوالې په موخه ولېږي.
د داعش خراسان حمله په مسکو او ايران کې اصل د همدې د شر و فساد د ډلې په جامه کې پاکستان داعش خراسان تر مسکو پوري و رسول؛ چې دا د نړۍ استخباراتو ته ښه څرګنده ده او دغسي د ميډيا پر مخ په دروغو او بهتان ويلو سره پاکستان ځان نه شي خلاصولای.
د آصف دراني دغه خبرې خپله همدې داعش خراسان ته يو کمپاين دی چې کوي يې ځکه داعش خراسان د غرب، يهودو او عربستان ګډه پروژه ده چې پاکستان ته ورکول شوې تر څو روسيې، ايران او منځنۍ آسيا کې امنيتي مشکلات جوړ او غربي پروژې عملي کړي.
آصف درانی د خبريال د پوښتنې په ځواب کې زياتوي:«که امارت د تحریک خلاف اقدام نه کوي، اړیکې خرابیږي. د تحریک په اړه دوه لارې دي: چې دوی محاصره او د تحریک د مشرتابه په شمول بندیزونه پرې ولګوي. بله دا چې مونږ ته یې وسپاري.»افغانان مېلمه پاله خلک دي او تاسو غوندي د افغانانو او عربو خرڅوونکي نه دي چې پر غرب مو خرڅ کړل او هم يې اوس خرڅوئ.
اصل کې افغانستان کې ټي ټي پي سته نه او داخل د پاکستان کې ټي ټي پي باندي ا.ا څه بنديزونه ولګوي؟ ايا دا د عقل خلاف غوښتنه نه ده ځکه دا د پاکستان داخلي مسئله ده او هغوی يې بايد خپله سره حل کړي.
ټي ټي پي د پاکستان د پوځ د ظلمونو او د پاکستان د انګريزي قانون خلاف راپورته شوي چې دا يې ايماني او وطني جذبه ده او ا.ا هيڅکله د مجاهد مخالف نه شي جوړېدلای اما د درېيمګړي په حيث يې ستاسو منځګړيتوب کړی؛ خو دا چې تاسو ترې تسليمي غوښتل او ټي ټي پي سره مو شرايط نه منل نور ا.ا ستاسو سره څه نه شي کولای او نه هم اسلام دا اجازه ورکوي چې د مجاهدينو مخالف دې د غربي غلامانو سره مرسته وکړي. ا.ا په دې بخش کې د خپل وس مطابق اقدام کړی نور پاکستان پوه شو او داخلي مسائل يې.
د پاکستان ولس او سياسيون يې بايد اقدام وکړي او له دغه پوځ و آی ايس آی څخه ځان خلاص کړي؛ يا يې هم پوهه کړي چې نور دې غرب ته له جاسوسي لاس واخلي، نور دې سيمه کې غربي پروژې نه عملي کوي او نه دې هم دغسي بې ځايه تهمتونه پر افغانانو او افغان حکومت پوري تړي که نه ورځ تر بلې به خرابېږي. حالاتو ته په کتو داسي ښکاري چې پاکستان يو ځلي بيا ټوټه کېدو ته نژدې شوی.
د پاکستان سياسيون دې د اخطار ژبه نه کاروي! ځکه افغانانو د نړۍ سترو طاقتونو ته ماتې ورکړې، د همدې پاکستاني پوځ و آی ايس آی بادارانو ته يې بار، بار ماتې ورکړې نو د پاکستان پوځ به ورته څه وي؟!که پاکستان ښې اړيکې او د يو مسلمان په حيث همسايه توب غواړي نو بايد له دغسي تهمتونو او بې ځايه ادعاوو څخه لاس واخلي، بايد نور غربي پروژې سيمې ته را نه وړي او دا ټولو ته ښه څرګنده ده چې د پاکستان پوځ او آی ايس آی ته مستقيم امر او پروژې له غرب څخه راځي.