په قطر کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر جین میرین شو سره کتلي او په يو شمېر موضوعاتو یې بحث کړی.

قطر کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، او د کابل هوایي میدان د رادار اړوند د مخکېنیو خبرو د تعقیب پر موضوعاتو بحث شوی.

د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو سفيرانو همدا راز، د سیمې او نړۍ په هکله د علاقې وړ په موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version