الماس زاهد ته نږدې سرچينو هندوکش‌غږ ته خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې د مقاومت شوری د غړي الماس زاهد او عبدالرشيد دوستم اړيکې ښې نه دي؛ زاهد ویلي، هیڅکله به د دوستم په اشاره کار ونه کړي.

الماس زاهد د هندوکش‌غږ سرچينو ته ویلي، چې دوستم د زاهد له ځينو خارجي سفرونو او له بهرنيانو سره د اړيکو په اړه اندېښمن دی او شک پرې لري چې ښايي الماس زاهد له بهرنیانو څخه په پټه پيسې او امتيازات اخلي او يا به هم ځينې پټې معاملې مخ ته ورسره وړي.

سرچينو زياته کړې، چې الماس زاهد له پاکستاني حکومت، په ځانګړې توګه آی ایس آی سره له ډېره وخته پټې اړيکې لري او وخت ناوخت د مقاومت په نوم شوری څخه په پټه پاکستان هېواد ته ځينې سفرونه هم کوي، چې له همدې امله عبدالرشيد دوستم د جاسوسۍ شک پرې لري.

د سرچينې په وينا، د همدې شک او بې باورۍ له امله عبدالرشید دوستم هم په پټه له ځينو جريانونو سره لیدنې کوي او حتی ځينې وخت استازي هم لېږي، خو په مقاومت شوری کې د ځينو بې باوريو له امله څوک نه خبروي، یا هم د خپلو پټو ليدنو جزئيات نه ورکوي.

د معلوماتو پر بنسټ، د مقاومت په نوم جبهې د رهبرۍ غړی فضل احمد معنوي چې په مقاومت شوری کې د يادې جبهې په استازيتوب برخه اخلي؛ د مقاومت شوری له لوري هغه مهال تر شک لاندې راغلی، چې کله په ټولنيزو رسنيو کې د امرالله صالح په اړه د عطاء محمد نور ځينې تمسخر امېزه غږيز کليپونه خپاره شول؛ له ډېرو څېړنو او ځينو قرائنو وروسته د یادو کلیپونو د افشاء کولو شک او د اتهام ګوته فضل احمد معنوي ته ونيول شوه.

د څېړونکو په باور، د مقاومت په نوم شوری چې د مختلفو سياسي جريانونو، جنګي ډلو، جنګسالارنو او مختلفو فکرونو ترکيب دی او هر سياسي حزب، جريان او شخصيت د مختلفو بهرنيو هېوادونو تر ځانګړي تأثير لاندې دی؛ وخت په وخت يې تر منځ اختلافات، اتهامات او يو پر بل بې باورۍ بېرون ته هم درز کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version