‏په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمد الیافعي سره کتلي.

قطر کې د افغانستان سفارت پر خپلېه اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په فرهنګي همکاریو، د خبریالانو د روزنې او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

ښاغلي شاهین په خپلو خبرو کې د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړیوال پوښښ په برخه کې د الجزیرې شبکې همکاري مهمه وبلله.

له بل لوري، د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر د افغانستان روان وضعیت مثبت ارزولی او د رسنیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version