د صهیونیستي رژیم پوځ خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م کال د نومبر له اوربند راهیسې یې نږدې ۵۰۰ ځله پر لبنان بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې د حزب ‌الله شاوخوا ۲۳۰ غړي وژل شوي دي.

صهیونیستي پوځ ادعا کړې، چې په دې موده کې یې د حزب الله زرګونه توغندي، مرکزونه او روزنیز کمپونه هم له منځه وړي دي.

د دوی په خبره، حزب ‌الله اوس په خپل تاریخ کې تر ټولو کمزوری حالت کې دی؛ مشرتابه‌ یې لمنځه تللی او جګړه‌‌ییز ظرفیت یې نیمایي ته راټیټ شوی، خو لا هم زرګونه لنډ واټن ویشتونکي توغندي لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version