‏قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر ژان مارین شو سره کتلي دي.

ښاغلي شاهین پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، په دغه کتنه کې د هېواد پر اوسني وضعیت، روغتیا سکتور، نادولتي بنسټونو، د کابل هوايي ډګر تخنیکي اړتیاوو او اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version