رویټرز راپور ورکړی، چې ‏د قطر د پوځ یوه چورلکه د دغه هېواد په سمندري اوبو کې لوېدلې ده.

قطري چارواکو ویلي، چې دې پېښه کې شپږ تنه مړه او یو تن لادرکه شوی دی. ویل شوي، د ورک شوي کس د لټون عملیات دوام لري.

د قطر دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه د یوه عادي ماموریت پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او په سمندر کې لوېدلې ده.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version