تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لاریونونو له امله پاکستان د لاهور او اسلام‌اباد ښارونو امنيتي حالت ترینګلي شوي او TLP «تحریک لبیک» ګوند اعلان کړی، چې خپل لاریون ته به د امریکا سفارت مخې ته تر رسېدو پورې دوام ورکړي.

سرچينې ويلي، دغه لاریون د جمعې په ماسپښین په لاهور ښار کې پیل شوی؛ خو څو ساعته وروسته د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې د ښار فضا امنیتي بڼه خپله کړې ده.

ځايي سرچینې وایي، د لاريونوالو له ډلې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د دوهم ځل لپاره پرلپسې د انټرنټ خدمتونه بند شوي دي.

لاريون کوونکي دا لاریون د فلسطین خلکو د ملاتړ په موخه بولي؛ خو پاکستاني حکومت هغوی د ګډوډۍ، خلکو ته د ګواښ او پولیسو سره د نښتو مسؤل ګڼلي.

د پاکستان دولتي رسنيو او نورو خبري چینلونه د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو وایي چې لاريون کوونکو پولیسو سره نښتې کړي، شخصي او دولتي ملکیتونو ته یې زیان رسولی او د ویرې فضا یې رامنځته کړې ده.

په همدې حال کې، د تحریک لبیک د شورا غړي فاروق حسن قادري ادعا کړې چې د پولیسو د ډزو له امله ۱۱ لاريون کوونکي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي، چې د شاوخوا ۲۰ ټپیانو حالت نازک بلل شوی.

راپورونه زیاتوي چې په اسلام‌اباد او شاوخوا سیمو کې انټرنټ د دوهمې ورځې لپاره هم همداسې بند دی، او ټولې لارې تړل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version